ټولنه

ځوانان کولی شي چې د هر ډول تاوتريخوالي په له منځه وړلو او د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې رغنده رول ولوبوي

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
ځوانان کولی شي چې د هر ډول تاوتريخوالي په له منځه وړلو او د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې رغنده رول ولوبوي
دغه څرګندونې دلغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله پټان تاوتريخوالی نه غواړو او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کوو تر سرليک لاندې د ځوانانو لپاره جوړ شوي يو ورځني  علمي ـ څېړنيز سيمينار کې وکړې. ده وويل د لغمان ځوانان با احساسه او پر وطن ميين ځوانان دي او غواړي چې د هر ډول تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې له حکومت سره اوږه په اوږه کار وکړي.
پټان زياته کړه، تاوتريخوالی او نشه يي توکي دي چې ټولنه يې له بدمرغيو سره مخامخه کوي، له ټول ولس په ځانګړي ډول له ځوانانو څخه مې هيله ده چې د تاوتريخوالي او د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې پوره ونډه واخلي، څو په راتلوونکې کې يوه سالمه ټولنه ولرو.
د ښځو دچارو رييسې نسيمې شفيق سادات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معينيت څخه د مننې ترڅنګ د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو او د حل لارو چارو په اړه اوږدې خبرې وکړې.
نوموړې په خپلو خبرو کې له ځوانانو وغوښتل چې د ناخوالو او تاوتريخوالي په له منځه وړلو  او د نشه يي توکو پر وړاندې په مبارزه کې پوره ونډه واخلي او چاته اجازه ور نه کړي چې تاوتريخوالي ته لمن ووهي او د نشه يي توکو کر او قاچاق ترسره کړي.
بيا د ځوانانو چارو معينيت څخه د راغلي پلاوي مسول مطيع الرحمن کريمي د ځوانانو د ستراتېژۍ په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د ننني سيمينار په اړه هم رڼا واچوله.
نوموړي وويل د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د ځوانانو چارو معينيت په پام کې لري چې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې يو لړ سيمينارونه تره سره کړي، له نيکه مرغه نن مو په لغمان کې دغه پروسه ترسره کړه او په دې وتوانېدلو چې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه ګڼ شمېر رغنيز پيغامونه  ځوانانو ته انتقال کړو، چې د دې سره به ځوانان وکولی شي چې په خپلو اړوندو سيمو کې د تاوتريخوالي او نشه يي توکو په له منځه وړلو کې ګټه پورته کړي.
په دې سيمينار کې د يو شمېر ويناوالو له لوري د ټاکلې موضوع په اړه ليکل شوې مقالې هم ولوستل شوې.
ياده دې وي چې دغه سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانود چارو معينيت او د لغمان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په ګډو هلو ځلو جوړ شوی و، چې د مرکز مهترلام سربېره د ټولو ولسواليو ګڼ شمېر، ځوانانو، مدني فعالانو او يو شمېر ښځو په کې ګډون کړې و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته