روغتیا

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي له خلکو څخه وغوښتل چې ددوبي دموسمي ناروغيو دمخنيوي لپاره د وقايي ټکي له پخوا زيات رعايت کړي .

  دباختر اژانس دخبر له مخې ،  جمهور رييس  په خپله پنځلس ورځني  راډيويي وينا کې  چې د پنجشنبې په  شپه دافغانستان د ملي راډيو د څپو له لارې خپره شوه  وويل: د دوبي فصل  پيل شوى او هوا ورځ په ورځ توديږي  او څرنګه چې په دوبي کې دناسناستي ،  تبي او نورو ناروغيو  لپاره زمينه برابريږي  او لازمه ده چې کورنۍ د روغتيا ساتنې له لارې  خپلې روغتيا او په تيره بيا دخپلو ماشومانو روغتيا ته  زياته  پاملرنه وکړي .

 جمهور رييس  په دى راډيويي وينا کې زياتره  د دوبي  دموسمي ناروغيو څخه دماشومانو ناروغيو ته  اشاره وکړه  له ميندو اوپلرونو څخه وغوښتل  چې خپلو ماشومانو ته دناوړو خوړو او اوبو له ورکولو څخه ډډه وکړي .  او دخپلو کورونو او کوڅو ساتنه له پخوا   څخه زيات مراعات کړي . او له دې لارې  تر زياتې اندازې پورې  خپل ماشومان ددوبي له موسمي  ناروغيو څخه وقايه کړي .

  دغه راز جمهور رييس څرګنده کړه که چيري  دکورنۍ  کوم غړي په دغه ناروغيو اخته کيږي  دوخت له ضايع کيدو  پرته او په ممکنې چټکتيا سره  دى  نږدي روغتيايي مرکز او يا ډاکتر ته  ځان ورسوي . ځکه دبدن اوبه ډير ژر کميږي . او دغه کار دناروغ ژوند ته د جدي خطر سبب کيږي . اوکه  چيري دروغتيايي مرکز او يا ډاکتر د لري والي په نسبت  د ناروغ حالت ځنډيږي  بايد ناروغ ته په پاک اوبو کې لږ مالګه او بوره  ګډه کړي او ورڅښلي شي . چې په دې ډول  دناروغ دبدن داوبو دکمښت  مخنيوي وشي .

  حامدکرزي  په دې وينا کې دوګړي او يا ټولنې د نظافت په رعايتولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې  دوګړي ، کورنۍ ،کور ، چاپيريال او شاوخوا دروغتيا ساتنې  رعايتول په هر وخت کې زموږ دروغتيا او سلامتيا په ساتنه کې مرسته کوي . خو ددوبي د تودوخي په فصل کې چې دموسمي خطرناکو ناروغيو دپيل امکان زياتيږي  لازمه ده چې ډير زيات دروغتيا ساتنې رعايتولو ته پاملرنه وکړو . او فاضله مواد او دکورونو خس او خاشاک داستوګنې له ځاى څخه لري مخصوصو ځايونو ته  وليږدوو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته