سیاست

جمهور رئیس غني د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره وکتل

کابل_باختر_ د وري د مياشتې ٢٥مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني، د افغان تیلی کام، افغان بيسیم، روشن، ام ټي ان او د اتصالاتو د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه، جمهور رئیس غني د مالیاتو په برخه کې د دغو شرکتونو ستونزې واورېدې او د مالیې وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې د دغو شرکتونو له مسوولینو سره تر ناستې وروسته د مالیاتو په برخه کې د هغوی ستونزو ته د حل لاره ولټوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره ژمنه وکړه چې د مخابراتي سکټور د ودې او د پانګې اچوونکو د ستونزو د حل کولو لپاره به په لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته