اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې اته ډالره کمښت راغلى دى

کابل- باختر د وري د مياشتې ٤ مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت اته ډالره کمښت راغلى دى.
پرون په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر  په ١٣٣٤ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په ١٣٢٦ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٥٠ افغانيو، کويټي په٢٥٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٥٠ افغانيو، بحريني په٢٢٠٠افغانيو، عربي په٢١٥٠ افغانيو، ايراني په١٧٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٦٠٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته