ټولنه

لمونځ کوونکو دافغانستان دخلکو دسولې او سوکالۍ په خاطر دعا وکړه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
دهيواد دخلکو نن دسولې او امنيت په فضا او اسلامي  ورور  ولى سره دهيواد په جامع جوماتونو کې دنيکمرغه کوچني اختر لمونځ اداکړ.
دباختر آژانس دخبريالانو دخبرله مخې : په زرګونو تنو لمونځ کوونکو دنيکمرغه کوچني اختر دلمانځه له ادا کولو وروسته د رب العزت درګاه ته لاسونه پورته کړى او دلوى خداى (ج) له دربار څخه يې هيوادته دامنيت او داسلامي هيوادونو د آبادى هيله وکړه.
يو تن لمونځ کوونکى دنيکمرغه کوچني اختر دلمانځه له اداکولو وروسته د دې ترڅنګ چې دافغانستان دسوکالۍ او نيکمرغۍ په خاطر يې دعا کوله او دالله (ج) له دربار څخه يې په عاجزانه ډول هيله کوله  چې دهيواد سياستوالوته لارښونه وکړي چې دافغانستان ملت دسوکالۍ طرقۍ نيکمرغۍ او سرلوړى په خاطر له خپلو شخصي او ډله ييزو ګټو څخه تيرشي او يواځې دهيواد او خلکو دلوړو ګټو لپاره فکر وکړي.
په همدې ترتيب ټولو لمونځ کوونکو دالله (ج) له دربار څخه دهيواد دمسلمانانو ترمنځ ديو وا لي او ورور ولى دپياوړتيا هيله وکړه او دهيواد له مخالفينو څخه يې غوښتل  چې دافغانستان دخلکو دکړاونو او دردونو دپاى ته رسولو په خاطر دسولې غږ ته  چې دالله (ج)  امر دى ځواب و وايي او دهيواد دخلکو دوژنې او دوينې دتويولو او دهيواد له ويجاړولو او بربادى څخه لاس واخلي .
دکابل يو تن ښاري غلام حضرت وويل : نور خلک دخپل هيواد د ودانولو په لټه کې دي خو دافغانستان دخلکو دښمنان زموږ دهيواد افغانستان دويجاړولو او بربادى په خاطر يو شمير اجير شويو کسانو ته وسلې ورکوي چې خپل هيواد ويجاړ او ديتيمانو او دکونډو شمير زيات کړي .
خو ټول سوله غواړي او ټول نيکمرغي او سوکالي غواړي او مخالفينوته بلنه ورکوي چې جګړه بنده کړي او راشي په سوله کې خپل هيواد ودان کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته