سیاست

د افغانستان دبهرنيوچارو وزير: آلمان تل د افغانستان دخلکو تر څنګ ولاړ دى

د افغانستان دبهرنيوچارو وزير: آلمان تل د افغانستان دخلکو تر څنګ ولاړ دى
د آلمان د بهرنيو چارو وزير: سوله د افغانانو لپاره يوه اړتيا ده 

کابل باختر دسلواغې شلمه :
د افغانستان دبهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني نن له خپل آلماني سيال سره له کتنې وروسته په يو خبري کنفرانس کې ګډون وکړ او د ترسره شويو خبرو په باره کې يې خبريالانو ته معلومات ورکړل.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د بهرنيو چارو وزير وويل: آلمان تل د افغانستان ترڅنګ دريدلى او ملاتړ يې کړى دى او دغه ملاتړ د پخوا په شان دوام مومي.
ده وويل: د افغانستان حکومت د آلمان دولت ته ډاډ ورکړ چې انتخابات په خپل ټاکلى وخت ترسره کيږي او افغان امنيتي ځواکونه د انتخاباتو د ترسره کولو د امنيت د تامينولو ځواکمني لري.
د ده د څرګندونو له مخې: د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د آلمان له دولت څخه وغوښتل چې د پوليسو په ښوونه او روزنه کې دې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي .
ده زياته کړه چې د امريکا او افغانستان ترمنځ امنيتي سند بشپړ شوى دى او هغه څه چې مهم دي؛ هغه شرايط دي چې د جرګې له خوا طرحه شوي دي او هغه هماغه د افغانانو کورونو ته د سولې اوثبات راوستل دي.
ده وويل: ددغه سند په باب خبرې دوام لري او جمهور رييس د هغو شرايطو په پام کې نيولو سره د هغه د لاسليک کولو علاقمنددى چې طرحه کړي يې دي.
وروسته د آلمان د بهرنيوچارو وزير په لنډوخبروکې وويل چې زموږ يوه پروژه د مزارشريف د هوايي ډګر پراختيا او د پوليسو د روزنيز مرکز جوړول دي چې مثبتې نتيجې لري .
ده وويل: ٢٠١٤ کال افغانانو ته ډير مهم بلل کيږي. ځکه په دې کال کې ښه تصميمونه نيول کيږي چې يو يې بشپړامنيتي مسووليت دى چې په بشپړه توګه افغانانوته سپارل کيږي چې موږ ددغه بهير ملاتړ کوو.
ده وويل: موږ دافغانستان دامنيتي ځواکونو په ښوونه او روزنه کې همکاري کوو .
ده له افغان لوري څخه وغوښتل چې له نشه يي توکو او له اداري فساد سره جدي مبارزه  وکړي .
ده وويل: سوله دافغانانو يوه اړتيا ده چې له هغې پرته به د افغانانو راتلوونکي  سخته وي. موږ دې ته اړتيا لرو چې د امريکا او افغانستان ترمنځ امنيتي تړون ډير ژر لاسليک شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته