کابل باختر دوري لسمه
دبدخشان ولايت په وردوج ولسوالۍ کې نن دامنيتي ځواکونو دعملياتو له امله درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دبدخشان ولايت دوردوج ولسوال دولت محمد خاور باختراژانس ته وويل چې دوردوج ولسوالۍ دميشتو امنيتي ځواکونو دعملياتو له امله ددغې ولسوالۍ دغنيو ، يخشيره ، براه برا او شهيداباد کليو دوسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي دي .
دورودج ولسوال زياته کړه: په دغو عملياتو کې درې تنه وسله والو طالبان کله يې چې غوشتل له ماشينګڼو څخه په استفادې سره پر امنيتي ځواکونو ډزې وکړي دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ