کابل باخترد زمري پنځمه :
لس تنه وسله وال طالبان دبدخشان ولايت د ارغنجخوا او بريفتل په ولسواليوکې د امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې ووژل شول .
ددغو عملياتو په بهير کې دغه راز اته تنه وسله وال طآلبان ټپيان شول .
دبدخشان د والي ويندوى عبدالمعروف راسخ باخترآژانس ته وويل: دغه عمليات چې د ارغنجخوا ولسوالۍ د شيوې دښتې په ساحه کې ترسره شول؛ شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
راسخ زياته کړه چې دبدخشان ولايت د بريفتل ولسوالۍ د ده بلند کلي کې په يو لړ نورو عملياتوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .
دبدخشان د والي ويندوى څرګنده کړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې يو ملي پوليس شهيد او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
0 1 دقیقه لوستل