امنیت

په مټاخان کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شول

_ښرنه باخترد زمري د میاشتې ۱۶ مه
د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د ملي پولیسو له خوا دوه وسله وال طالبان ووژل شول.
د پکتیا د مټاخان ولسوالۍ د امنیه قوماندان عبدالودود اندړباختر اژانس ته وویل چې په دغې ولسوالۍ کې هغه مهال دوه وسله وال طالبان ووژل شول کله چې دوی غوښتل په احمدزیو سیمه کې ورانکاري فعالیتونه تر سره کړي.
د اندړ په خبره وژل شوې کسان د مټاخان ولسوالۍ اوسیدونکي وو چې یو یې د کجیانو د کلي او بل یې په چامړۍ کلي پورې تړاو لري.
اندړ وویل چې د وسله والو طالبانو جسدونه په سېمه کې پاتې دي او ملي پولیسو ته کوم مالي او ځانې زیان نه دی اوښی.
د یادونې وړ ده چې مټاخان د پکتیکا یو له باامنه ولسوالیو څخه ګڼل کیږي چې ولسونه یې تر ډېره له دولت سره په هره برخه کې همکار دي.
پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته