امنیت

په پکتیا کې ۲۳ کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

کابل/دلړم۷مه/باختر
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ځاځي آریوب ولسوالۍ په بېلاوټ سیمه کې ۲۳ کیلو ګرامه چرس ترلاسه شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د باختر آژانس سیمه ييزخبریال ته وول چې دغه نشه يي توکي نن له یوه خالي کور څخه ترلاسه شوي دي، خو په تړاو یې څوک نه دی نیول شوی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته