امنیت

په سمنګانو ولايت کې دوسله وال طالبانو د ډلې يو قوماندان ووژل شو.

-کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
دوسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان تيره شپه دسمنګانو ولايت په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو.
د٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي.
دسمنګانو ولايت په مرکز منقوتن سيمه کې له وسله والو طالبانو سره دامنيتي ځواکونو دنښتو له امله ددغې ډلې يو قوماندان ووژل شو،درې تنه ټپيان او د دوى يو سراچه ډوله موټر هم دجګړې په ډګر کې پاتې دى.
دغه راز دفارياب ولايت دقيصار ولسوالۍ په چهل ګزي سيمه کې دامنيتي ځواکونو دګزمې په بهير کې دسليم په نوم يو تن له يوکلاشينکوف سره دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور نيول شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته