امنیت

درې تنه پوليس په يوه چاودنه کې ټپي شول .

-کابل باختر د لړم  نولسمه :
دګزمې په حال کې دپوليسو دسپرلۍ  موټر دبادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې په سړک کې په ښخ  شوي ماين وخوت او درې تنه پوليس پکې ټپيان شول 
  دبالامرغاب ولسوالۍ دپوليسو دټولي قوماندان ذال سرخاب باختراژانس ته خبر ورکړ دملي پوليسو دګزمې  موټر دبالامرغاب ولسوالۍ په درويش  معمولي سيمه کې په سړک کې  په  ښخ کړاى شوي ماين وخوت چې دچاودنې له امله درې تنه پوليس  ټپيان شول .
په دې اړوند دامنيتي  بنسټونو کشفي څيړنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته