امنیت

څه دپاسه يوزرو شپږ سوه کورنيو د ملي پيوستون د پروګرام له آسانتياو څخه ګټه واخيسته

کابل باختر  د وږي دمياشتې ١٦  :
د باميانو په ولايت کې څه  دپاسه يو زرو شپږ سوه کورنيو  پرون  دملي پيوستون دپروګرام د ټولګټو پروژو  له  آسانتياو څخه ګټه  واخيسته.
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورياست باختر آژانس ته خبر ورکړ  . ديو ويشتو مليون او اوه سوه يو پنځوسو زرو افغانيو په  لګښت  دملي پيوستون دپروګرام د درې ويشتو ټولګټو پروژو ګار  چې د ټولنيزو مرکزونو ، د اوبو رسولو د شبکې د زيرمې  ، د محافظوي ديوالونو،سړکونو ، داوبو  لګولو د کانالونو او د پلګوټو  جوړول پکې شامل دي   د باميانو په  ولايت کې   پاى ته رسيدلى  او  د خلکو داستفادې وړ ګرځيدلي دي .
د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام دباميانو په ولايت کې  دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې  څلور سوه څلرويشت کلي دټولګټو پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي او تراوسه پورې په دې بريالى شوى دى چې په بيلابيلو برخو کې لس زره درې سوه درې نوي پروژې بشپړې   او دخلکو د   استفادې وړ وګرځوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته