سیاستخبرونهامنیت

د ملګرو ملتونو سرمنشي: نړۍ باید د نشه یي توکو پر وړاندې همغږي شي

کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د دې منفي پديدې په وړاندې همغږي شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ټینګار کوي، چې په نړۍ کې له دې پدیدې سره نړیواله مبارزه او جدي ژمنتیا کولای شي نړۍ مثبت لور ته روانه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې نن یکشنبې د جون ۲۶مه د نشه يي توکو او قاچاق پر وړاندې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

ګوټریش په ټویټ کې وویل: “موږ نشو کولای اجازه ورکړو، چې په نړۍ کې د نشه يي توکو ستونزه د لسګونو ميليونو کسانو په ژوند، چې په انساني بحرانونو کې ژوند کوي سيوری واچوي.”

د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي د څرګندونو له مخې؛ په دې ورځ باید ټول د دغې ستونزې د لرې کولو ژمنه وکړي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته