نړۍ

دکرد ياغي ډله له ترکيې څخه خپل ځواکونه وباسى .

 

انقره بي بي سي   باخترد  ثور دمياشتې  ٦ :

دکردستان دکارګرانو ګوند  پي کا کا   اعلام کړى دى  چې ددغه  ګوند زر تنه وسله وال غړي  به دروان کال دثور له اتلسمې نيټې څخه  له ترکيې وباسي

دغه وينا ددغې ډلې  دمشر عبدالله اوجالان دنوروزي پيغام وروسته خپره شوې ده او جالان په دې وينا کې داوربند غوښتنه کړې وه .

دالجزيرې دخبرله مخې،  ددغه ګوند له خوا  پرون په خپره شوي وينا کې ويل شوي دي  چې د پي کاکا   غړي به په پړاويز ډول دڅو مياشتو په بهيرکې  له خپلو وسلو سره دعراق شمال په لور لاړشي .

په دې وينا کې دترکيې اردو ته خبرداري ورکړى شوى دى چې هر راز عمليات اوتيري کولاي شي  له ترکيې  څخه  ددغه٩ ګوند دځواکونو دوتلو بهير وردوى .

دغه رپوټه زياتوي  پي کاکا  به له دې وروسته  دعراق دکردستان له مقاماتوسره دخپلو وسلو دسپارلو په باب خبرې وکړي.

پي کاکا  اوس  دترکيې  ، اروپا  اتحاديې اوامريکا په تورلست کې شامل دى .

دغه  ګوند له  ١٩٨٤ کال څخه  دترکيې له دولت سره ددغه هيواد کردميشتو سيمو دجلا کولو لپاره وسله واله  مبارزه پيل کړه  خو وروسته  يې خپل هدف   بدل کړ او دخپلواکي  غوښتنه  يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته