روغتیا

د واکسيناسيون نړيواله اوونۍ په بغلان کې ونمانځل شوه

-کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۵ مه
دواکسيناسيون نړيواله مخصوصه اوونۍ پرون په بغلان ولايت کې ونمانځل شوه.
دبغلان ولايت د عامې روغتيا رياست د کتلوي معافيت آمر  ډاکتر عبدالرحمن الفت وويل چې د واکسيناسيون د نړيوالې اوونۍ د نمانځنې هدف د عامه پوهاوي ورکول او د پوليو واکسين د بريالي تطبيق په لاره کې ملي پيوستون دى.
ده زياته کړه: د فعاليتونو په ساحه کې له نا امنيو  سره سره يوشمېر روغتيايي مرکزونو د بې طرفۍ د بشپړې ساتنې او د انډوليز روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو له په پام کې نيولو سره په بغلان کې د واکسين د تطبيق په لاره کې د وسله والو مخالفينو له خوا کومه ستونزه نشته او دغه واکسين هر کال څلور ځلې تطبيقيږي .
دغه راز په دې غونډه کې په دې باب د هېواد د عامې روغتيا د وزير داکتر فيروز الدين فيروز پيغام د بغلان ولايت د عامې روغتيا د رييس له خوا ولوستل شو.
د بغلان ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال د «روتا» ويروس له امله د ګوزڼ، نري رنځ، تور ټوخۍ، ټيټانوس، تور ژيړي، انفلوانزا ، والګي، شري  او د نس ناستۍ د ۱۳ ډوله واکسين د تطبيق د ۶۸ ثابتو مرکزونو او ۵ ګرځنده مرکزونو د شتون يادونه وکړه .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته