امنیت

په کونړکې د١٤ ډار اچوونکو وژل کېدل

کابل / باختر/ د وږي٩ مه
څوارلس وسله وال ډار اچوونکي په کونړکې د پوځيانو په بريدونوکې ووژل شول.
پر دغو وسله والو ډار اچوونکو نن د مانوګي او څوکۍ ولسواليو په مربوطاتوکې  بريدونه وشول.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په بريدونوکې د درېيو بهرنيوجګړه مارانو په ګډون د داعش او وسله والوطالبانو په ډلو پورې اړوند ۱۴ کسان وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه وسله وال ډار اچوونکي په خپلو دوو مرکزونوکې راټول شوي وو چې بريدونه پرې وشول.
ويل کېږي په بريدونوکې پوځيانو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته