سیاست

د بهرنيو چارو وزارت ويندوى: افغانستان د تور سمندرګي په لور د يوې ترانزيټي لارې د جوړولو په لټه کې دى

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٤
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى وايي: په کابل – سرينا هوتل د بريد طرحه او پلان د بهرنيو هيوادونو د استخباراتو له خوا جوړ شوى و.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: دبهرنيو چارو وزارت ويندوى احمدشکيب مستغني نن په يوه خبري غونډه کې وويل : هغه تروريستي بريد چې د نوروز په شپه په کابل–سرينا هوټل کې وشو؛ طرحه او پلان يې د بهرنيو هيوادونو د استخباراتو له خوا جوړ شوى و. ځکه د طالبانو خبرې د دې څرګندوى دي چې د بريد ترشا بهرني هيوادونه لاس لري.
ده وويل: دغه پيښه زياتوتحقيقاتو او څيړنې ته اړتيا لري چې امنيتي بنسټونه ددغې قضيې په باب کارکوي.
مستغني دهوټل په دهليزونوکې د يوه پاکستاني ډيپلومات تصوير اخستل تاييد کړل او ويې ويل: د يوه پاکستاني ډيپلومات د چلند څرنګوالي د ورزش په نامه کابل – سرينا هوټل ته ننوتى دى؛ خو د هغه د دهليز فلم اخستى دى؛ په هر اړخيزه توګه به وڅيړل شي.
د بهرنيو چارو  وزارت ويندوى په دې خبري غونډه کې د آذربايجان، ګرجستان او ترکمنستان هيوادونوته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ضرار احمدعثماني د سفر په اړوند وويل: دغه سفر د ترکمنستان ،ګرجستان او آذربايجان هيوادونو ته د سفر په مقصد د افغانستان او د تورسمندرګي ترمنځ د ترانزيټي لارې د جوړولو په خاطر وشو.
ده وويل: په دې سفرکې موافقه وشوه چې د دغې طرحې د عملي کولو په خاطر دې د څلورو هيوادونو د وزيرانو په کچه يو کميسيون جوړ شي چې په دې باب عملي کار پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته