قلات باختر د وري د میاشتې ۲۰ مه
په زابل ولایت کې د واکسیناسیون پنځه ورځنی ملي کمپاین یو ماشوم ته د پولیو د دوه څاڅکو په ورکولو سره پیل شو.
ځایي چارواکي وايي چې د واکسینو په دغه کمپاین به د قلات ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې یو سلو پنځوس زره ماشومان واکسین شي.
د زابل ولایت د عامې روغتيا ریېس ډاکټرلعل محمد توخي له خلکو څخه وغوښتل چې خپلو ټولو له پنځو کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته د ګوزن څخه د مخنیوي په موخه واکسین تطبیق کړي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ