ټولنه

په کونړ ولايت کې دغره دښوئيدنې له امله ديوې کورنۍ ٧تنه غړي ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٤ :
د کونړ ولايت په مربوطاتو کې دغره ديوې برخې  دښوئيدو او په يوه کور  دډبرو   دلګيدو له امله ديوې  کورنۍ اووه تنه غړي ووژل شول او يو تن بل يې ټپي شو.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال  عبدالحبيب  سيدخيل  دباخترآژانس خبريال ته وويل  دغه پيښه تيره شپه  ددغه ولايت  دڅوکۍ ولسوالۍ په ديوه ګل سيمه کې رامنځته شوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل په کونړ ولايت کې  دپرله پسې اورښتونو او داستوګنې په يوه کور له غره څخه  دډبرو دښوئيدو له امله ديوې   کورنۍ اووه تنه غړي وژل شوي او يو تن بل يې ټپي شوى دى.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغې پيښې په ټپيانو او قربانيانوکې درې ښځې  يو سړى او څلور ماشومان شامل دي.
خبرځاى زياته کړه  ددغې پيښې دټپي حالت  چې روغتون  ته ليږدول شوى دى  مخ په ښه والي بلل شوى دى .
ديادونې وړ ده  په هغې ورته پيښه کې  چې په کونړ ولايت کې دوروستۍ زلزلې له امله  رامنځته شوه هم   ديوې کورنۍ  لسو تنو غړو ته مرګ ژوبله واوښته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته