امنیت

د کابل برېښنا رييس وډبول شو

-کابل/باختر/د چنګاښ ۱٣ مه
څو ناپېژاندو وسله والو کسانو د کابل برېښنا رييس سخت وواهه او يې ډباوه.
د برېښنا شرکت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې يوشمېر زورواکو او قانون ماتوونکو تېره شپه ناوخته د کابل برېښنا رييس انجنير عبدالاحد بارکزي کور ته ننوتل او هغه يې وواهه.
انجنير عبدالاحد بارکزي ته د رواني زيان په رسېدو سربېره، څو غاښونه يې هم مات شوي دي.
برېښنا شرکت له امنيتي، عدلي او قضايي بنسټونو څخه غوښتي دي چې د دې پېښې  د عاملينو د پېژندولو او نيولو لپاره جدي اقدام وکړي.
د کابل برېښنا رييس په داسې حال کې وهل او ډبول کېږي چې د برېښنا شرکت له څه مودې راپدېخوا د يوشمېر زورواکو د برېښنا لګښت د پيسو د ترلاسه کولو بهير پيل کړى دى.
يو شمېر حکومتي مسوولين، سياستوال، د پارلمان وکيلان او سوداګر د برېښنا شرکت، د برېښنا د لګښت د نه ورکولو په دليل څه ناڅه يو نيم ميليارد افغانۍ پوړوړي دي چې د دغو کسانو نومونه هم خپاره شوي دي.
په زيات ګومان سره د کابل برېښنا درييس د وهلو او ډبولو مسئله په همدې کار سره تړلې ده.
د کابل پوليسو تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
  ختم-شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته