امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې دويمه:-
امنيتي ځواکونو پرون د هيواد په څو ولايتونوکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو د سمنګانو ، قندهار، کندز، زابل، لوګر او د هرات ولايتونو په مربوطاتوکې امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې په نتيجه کې يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ څلور تنه ټپيان او څلور تنه نوريې ونيول شول .
دغه راز د پوليسو ځواکونو د هلمند، پکتيا، ارزګان او د تخار د ولايتونو په مربوطاتوکې د امنيتي ګزمې په بهيرکې د وسله والو مخالفينو له خوا اته ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته