ټولنه

د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د پروان د عالمانو هڅې

– کابل/ د غویي ۴ مه / باختر
د پروان عالمانو د روژې د مبارکې میاشتې د هرکلي په موخه پرون د دغه ولایت له سیمه ییزو مسوولینو سره غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ دغه غونډه چې د پروان په مرکز کې جوړه شوه؛ د پروان والي فضل الدین عیار له عالمانو څخه وغوښتل چې د دغه ولایت په کچه د يو بل ترمنځ یووالي او پيوستون رامنځته کړي او د دیني زده کړو په رسولو کې دې له پخوا زیاتې هڅې وکړي.
د پروان والي د عامه خلکو د ذهنونو په روښانولو او پوهاوي ورکولو کې د عالمانو رول اغېزمن وباله او له هغوی څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس د مخنيوي په اړوند د پوهاوي ورکولو په برخه کې زياته پاملرنه وکړي.
په دې غونډه کې د پروان د عالمانو شورا رییس مولوي محمد جاوېد حنفي او د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالله عابد د روژې د مبارکې میاشتې د فضیلتونو او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په اړوند خبرې وکړې او په دغو برخو کې يې د خپل اغېزمنو پروګرامونو د چمتووالي ډاډ ورکړ.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته