امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي ونيول شول

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣١ :
دکورنيو چارو وزارت له تروريزم سره دمبارزې درياست موظفينو  دځانګړو عملياتوپه بهيرکې دډاراچوونکو پنځه کسيزه ډله دکاپيسا ولايت  دتګاب له ولسوالۍ  څخه ونيوله .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دکورنيو چارو وزارت له تروريزم سره دمبارزې  رياست زياتوي چې  دډار اچوونکو طالبانو دغه ډله  دکاپيسا ولايت  په تګاب ولسوالۍ کې  ورانکار  فعاليتونه ترسره کول  چې ددې ادارې  دمنسوبينو دهلوځلو  او زموږ دهېوادوالو په همکارۍ  دځانګړو عملياتو په بهيرکې  ونيول شوه .
له نيول شويو کسانو څخه  يو آر- پي -جې   توغندى ويشتوونکى ، 
څلور کلاشينکوفونه  او څو تومانچې ددغې ادارې  دمنسوبينو لاس ته ورغلي دي.
نيول شوي کسان دملا نعيم  دتروريستي ډلې غړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته