ټولنه

د کابل دحوزې دداوطلبانو دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت ازموينه اخستل کيږي .

 د کابل دحوزې  دداوطلبانو دلوړو زده کړو  په موسسو کې دشموليت ازموينه اخستل کيږي .

 د کابل دحوزې  دداوطلبانو دلوړو زده کړو  په موسسو کې دشموليت ازموينه اخستل کيږي .

تنو نجونو او ځوانانو نومونه ليکلي دي او ټاکل شوې ده له  دې جملې څخه هغه کسان چې ازموينه يې  په برياليتوب سره  تيره کړې وي پنځه شپيته زره تنه يې ددولتي لوړو زده کړو په موسسو کې او څلويښت زره تنه نور  يې  دهېواد دنيمه عالي دولتي  زده کړو  په موسسو کې ومنل شي .
دلوړو زده کړو  وزارت دخپرونو رياست مرستيال زياته کړه چې  پاتې کسان به ددوى دنمرو په پام کې نيولو سره تحصيلي بورسونو او شخصي پوهنتونونو ته لاره پيداکړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

په پکتيا کې  طالبانو په کوم  تحرک لاس نه دى پورې کړى .
٤٧-کابل باختر د غبرګولې  ديرشمه :
دپکتيا ولايت امنيتي حالت دنيکمرغه کوچني اختر له پيل څخه   تراوسه پورې ښه بلل شوى دى .
دپکتيا ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال  هوټک دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په دغه ولايت کې وسله والو طالبانو د  نيکمرغه کوچني اختر له پيل څخه تراوسه پورې دپوځيانو پرخلاف په کوم تحرک  لاس نه دى پورې کړى او په ټوليزه توګه ددغه ولايت امنيتي حالت ښه دى .
هوټک زياته کړه چې دهېواد  دجمهور رييس له لارښوونې سره سم دوى دوسله والو طالبانو په وړاندې   اوربند رعايتوي خو تر څنګ يې دهغوى داحتمالي  بريدونو دځواب لپاره چمتو دي .
ده څرګنده کړه چې دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې اوربند او داختر دلمانځه اداکولو ددغه ولايت پوځيانو طالبانو او خلکو ته هم دطالبانو او هم دپوځيانو او دغه راز ددغه ولايت داوسيدونکو ترمنځ دسوله غوښتنې  او ديوبل  منلو روحيه پياوړي کړې ده .   ختم_ عطاالله _ اکرم

ديني عالمانو په هېواد کې داوربند په تمديد غوښتنه وکړه .
٤٨-کابل باختر د غبرګولې  ديرشمه :
دهېواد يوشمير ديني عالمانو او روحانيونو دوسله والو  طالبانو له  ډلې څخه وغوښتل چې داوربند  دتمديد په خاطر دافغانستان ددولت غوښتنې ته هرکلى  ووايو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  يوشمير ديني عالمانو او دجوماتونو او حسينيو امامانو نن په يوه غونډه کې دوسله والو طالبانو له ډلې سره داوربند  دتمديد په خاطر دافغانستان ددولت له وروستي اقدام سره خپل ملاتړ اعلام کړ  او دوسله والو طالبانو له ډلې څخه يې وغوښتل  چې دافغانستان ددولت غوښتنې ته هرکلى ووايي چې داوربند په تمديد سره په هېواد کې ددايمي سولې  دټينګښت لپاره لاره پيداشي . 
يوه ديني  عالم مولوي عطاالله فيضاني  په دې غونډه کې وويل چې سوله يو الهي امر دى او په سوله کې  خير نغښتې دى .
ده وويل  موږ له طالبانو څخه غواړو چې داوربند دتمديد په خاطر دافغانستان ددولت غوښتنې ته هرکلى ووايي  تر څو په هېواد کې ددايمي سولې دتامينولو لپاره زمينه برابره   شي .
يوه شيعه عالم مولوي مصباح   جګړه داوسنيو ستونزو دحل  لاره ونه بلله او ويې ويل چې په جګړه کې  به  له ورانۍ او تباهۍ  پرته بل څه ترلاسه نه شي .
ده وويل موږ له طالبانو څخه هيله  لروچې داوربند له تمديد سره موافقه وکړي  چې په هېواد کې دسراسري سولې دټينګښت لپاره زمينه برابره شي .
ده زياته کړه زموږ دين يو ،  زموږ کتاب او پيغمبر  واحد او ټول ديوه قران  پيروان يو نو جګړه  دڅه لپاره ؟
  ده وويل داوربند تمديد دملت غږ او دعالمانو غوښتنه ده هيله لرم چې دغه غږ واوريدل شي .
   ديادونې وړ ده چې دروژې په مبارکه مياشت کې  کابو  ٢٥٠٠ تنو ديني عالمانو په کابل کې ديوې پراخې غونډې او ديوه فتوا دصادرولو په ترڅ کې  ، په افغانستان کې  روانه جګړه   ناروا او ځانمرګي او چاوديدونکي بريدونه يې مطلق حرام وبلل او له دولت څخه يې وغوښتل چې دوسله والو مخالفانوسره اوربند وکړي  چې دسولې دخبرو لپاره زمينه برابره شي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس محمد اشرف غني  له خوا اعلام شوي اوربندچې دروژې دمبارکې مياشتې له   ٢٧ نيټې څخه دنيکمرغه  کوچني اختر تر پنځمې  ورځې پورې نافذ  شو ، دهمدغو ديني عالمانو غوښتنې ته ځواب  و .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته