کابل /دکب ٥مه / باختر :
حکومت په ننګرهار کې دعصري او ديني تعليماتو دپرمختيا لپاره زياته پانګونه کړې ده .
ددغه پروګرام اصلي موخه دښوونځي دزده کوونکو لپاره دمناسبې درسي فضا برابرول او دديني زده کړو لپاره دپاکستان مدرسو ته دافغان ماشومانو او تنکيو ځوانانودورتګ مخنيوى بلل شوى دى .
د وړاندې شويو ارقامو له مخې، د وروستيو دريو کلونوپه بهير کې يوملياردو څلور سوه دوه مليونه افغانۍ په ننګرهار کې دسلګونو ښوونځيو ، ديني مدرسو او دجوماتونو دجوړولو لپاره لګول شوې دي .
دننګرهار د رسنيو دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دغو دريو کلونوکې په ننګرهار کې دوه سوه شپږ ديرش مدرسې، جوماتونه اوښوونځي جوړ شوي دي .
مسوولان وايي چې لاتراوسه پورې په ننګرهار کې يوشمېر پروژې دعصري اوديني تعليماتو دپرمختيا لپاره ترکار لاندې دي چې ديوه کال په بهير کې به ګټې اخستنې ته وسپارلې شي .
ختم_ شکريه _ اکرم