سیاست

جمهور رئیس غني د هېواد له کونډو مېرمنو او یتیمانو سره وکتل

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٠ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د هېواد له یو شمېر کونډو مېرمنو او یتیمانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې ترسره شوه د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود،  په پیل کې انجنیر ذکیه وردګ ټولو مېرمنو ته د ښځو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او نننۍ غونډه یې د ښځو نړیوالې ورځې د نمانځنې یوه متفاوته او نوې بڼه وبلله.
هغې وویل، دغو مېرمنو اولادونو او د کورنۍ غړو د هېواد د دفاع په لاره کې  د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې قرباني ورکړې او زیاتې ستونزې یې ګاللې دي. له جمهور رئیس څخه مننه چې په نننۍ غونډه کې د دوی غږ، ستونزې او وړاندیزونه اوري.
ورپسې د جمهوري ریاست سلاکارې ملالۍ شینوارې د ذالحجې په نوم له هلمند څخه د راغلې مېرمن چې اولادونه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د افغانستان له دښمنانو سره د هېواد د دفاع په لاره کې شهیدان شوي دي یادونه وکړه.
اغلې ذالحجې وویل، درې زامن یې د هېواد او خلکو د دفاع په لاره کې د افغانستان دښمنانو شهیدان کړي او یو یې ټپي شوی دی چې لا هم د هېواد د دفاع په لاره کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د برحقه مبارزې په سنګر کې دی.
هغې وویل، د هېواد د دفاع په لاره کې د ځان او د خپلو اولادونو پروا نه لري او په ډېر ویاړ دغې سرښندنې ته تیاره ده. دې له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د شهیدانو زامنو کونډو او یتیمانو د ستونزو حل او پالنې ته چې په ستونزمن حالت کې قرار لري، پاملرنه وکړي.
جمهور رئیس غني د دوی د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل، د ښځو ورځ په حقیقت کې د هغو ښځه ده چې اواز یې نه رسېږي یا نه اورېدل کېږي، مګر زه د افغانستان د خلکو، کونډو، بې وزلو او نورو اقشارو په رایو ستاسو د خادم په توګه انتخاب شوی یم، نو زه ستاسو رسا غږ، هر وړاندیز او ستونزه اورم او د حل لپاره به یې اقدامات وشي.
جمهور رئیس د اغلې ذالحجې وطن پالنه او زړورتیا وستایله او د هېواد د زړورې او پتمنې مور په توګه یې د هغې د ستونزو حل او د عزت ساتنه د ټولو مسوولیت وباله. هغه زیاته کړه، د نوموړې د شهیدانو اولادونو د کونډو او یتیمانو دستونزو د حل لپاره به اړوندو مسوولینو ته د عاجلو اقداماتو لارښوونه وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د نننۍ غونډې له ګډونوالو مېرمنو څخه وغوښتل چې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه دې د هېواد لومړۍ مېرمن ته وسپاري چې د حل لپاره یې اقدامات وشي. هغه وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د کورنیو او اولادونو پالنه او هغوی ته رسیدګي زموږ ټولو مسوولیت دی او په دې اړه مې مسوولینو ته واضح لارښوونې کړې دي.
محمد اشرف غني وویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو د کورنیو ستونزو ته رسیدګي به هره میاشت له اړوندو وزارتونو او مسوولینو سره تعقیب کړي او په دې برخه کې هیڅ ډول بې غوري او ځنډ د منلو وړ نه دی.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان دښمنان د انسانیت او افغانیت دښمنان دي او له دوی سره د مبارزې لپاره باید همدغسې ټینګه اراده ولرو او دوی به خامخا ماتېږي، ځکه چې زموږ او زموږ د شهیدانو لاره برحقه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته