اقتصاد

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریود ګډ کمیسیون پنځمه ناسته په تهران کې جوړه شوه

کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
د افغانستان او ایران ترمنځ د تجارتي او اقتصادي همکاریو ګډ کمیسیون پنځمه ناسته دروان کال د زمري دمیاشتې په ۱۹ او ۲۰ د افغانستان د مالیې دوزیر اکلیل حکیمي او د ایران د کورنیو چارو دوزیر ډاکټر عبدالرحمان فضلي په مشرۍ په تهران کې جوړه شوه. په یاده ناسته کې د افغانستان او ایران ترمنځ د ګمرکي اړیکو پر پراختیا، ترانزیټي او سوداګریزو اسانتیاؤ ، انرژي، تعلیمي او تحصیلي اړیکو، ریل پټلۍ او نورو مالي  اړیکو  له لارې په اقتصادي او تجارتي همکاریو بحث او خبرې وشوې.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د یادې ناستې په څنډه کې د ایران اقتصاد وزیر ډاکټر علي طیب نیا سره هم وکتل. دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ په څو راتلونکو کلونو کې د 2.5 میلیاردو ډالرو څخه 6 میلیاردو ته د تجارت پر زیاتوالي، د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمه کې د څلورم ګمرک په رامنځ ته کولو، د روان میلادي کال د سپتمبر په لومړیو کې د خواف او هرات ترمنځ د ریل پټلۍ د دریمې لیکې پر جوړولو، د پانګونې د ملاتړ او بانکې همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه لیک د بشپړيدلو له پاره د مذاکراتو په جاري ساتلو باندې بحث او خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته