نړۍ

پوتين د نوبل دسولې جايزې ته کانديد شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٥
د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين  دنوبل دسولې د  جايزې ترلاسه کولو ته کانديد شو
د  ايرنا د  خبرله مخې :   د ناروې د نوبل  دانسټيټوټ  رييس  پرون اعلام  وکړ
چې  ولاديمير پوتين  د نوبل دسولې دجايزې  ترلاسه کولو ته کانديد شوى دى .
ده وويل :  دنوبل دسولې د جايزې د ورکولو  لپاره په تصميم نيولو کې د اوکراين دبحران او له لويديځو هيوادونو سره د روسيې اختلافات او دکريميې د سيمې حالات په ګډون په  نړۍ کې نورې پيښې هم د پاملرنې وړ دي .
د روسيې دخبري آژانس په رپوټ کې ويل شوي دي چې د نوبل دسولې دجايزې دترلاسه کولو لپاره دکانديدانو بشپړ لست خپور شوى نه  دى .
پوتين تيرکال هم دغې جايزې  ته کانديد و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته