امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې ١١ :
درې تنه وسله وال طالبان دهېواد په بيلابيلو سيمو کې  دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر نن  دباخترآژانس خبريال ته وويل:
دملي اردو ځواکونو دډار اچوونکو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد  دغزني ، هلمند  اودهرات دولايتونو په مربوطاتو کې  چاڼيزعمليات ترسره کړل چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او لس تنه نور ترويستان  ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې دوه تنه قوماندانان  چې دزياترو ډار اچوونکو او تروريستي فعاليتونو طرحې يې برابرولې ونيول شول  اوله دوى څخه  يوه اندازه وسله  او ددرندو وسلو مهمات هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز  دملي اردو دځواکونوله خوا دهېواد په بيلابيلوسيمو کې دوسايطو ضد  يوويشت ماينونه هم کشف اوشنډشول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته