ټولنه

د خواخوږۍ پېغام

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٢٦
د پروفیسورمحمد موسی وردګ د مړینې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجينیر محمد خان د خواخوږۍ پېغام
په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد تکړه جراح د اورتوپيدۍ څانګې وتلی پروفیسو متخصص او متقاعد تورن جنرال محمد موسی وردګ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
ډاکټر محمد موسی وردګ نه یوازې یو جراح او د اورتوپیدۍ څانګې متخصص ؤ، بلکې د هېواد په کچه يو ویاړلی او زړه سواندی ترینر هم و، چې په دې برخه کې یې سلګونه تنه ډاکټران روزلي دي.
ډاکټر محمد موسی وردګ له پیله بیا د مرګ تر ورځې د هېواد په ځانګړې توګه د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په چوپړ کې پاته شوی او په دې برخه کې یې خپلو خلکو ته خورا د قدر وړخدمتونه کړي دي، له همدې لامله يې مړینه د هېوادوالو لپاره لویه ضایعه ګڼم.
په دې توګه د ارواښاد محمد موسی وردګ د مړينې په اړه د ده کورنۍ او دوستانو ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او خدای بښلي ته د الله جل جلاله له دربار څخه د فردوس جنت هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته