کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د اوبلن ګاز د بيې لوړيدو يوځل بيا هيوادوال انديښمن کړي دي.
ځينې هيوادوال له مسوولو مقاماتو څخه غواړي چې د اوبلن ګاز بيه په هيوادکې ثابته وساتي او پرې نږدي چې د خلکو د اړتيا وړ د دغو توکو بيې لوړې شي.
زموږ يو تن هيوادوال مولانا شمس الدين د باختر آژانس خبريال ته وويل چې له څو ورځو راپه دې خوا د يوې کيلو اوبلن ګاز په بيه کې لس افغانۍ زياتوالى راغلى دى او د اقتصادي حالت او د اوبلن ګاز ته د خلکو د اړتيا په پام کې نيولو سره ، دغه زياتوالى خلک له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان کړي دي.
په همدې ترتيب يو زيات شمېر هيوادوالو له دې پلوه شکايت وکړ او د دولتي ادارو له اړوندو مسوولينوڅخه يې وغوښتل چې په هيوادکې د اوبلن ګاز بيې ثابتې وساتي.
له بلې خوا هم ځينې رپوټونه شته چې اوبلن ګاز د ننګرهار ولايت له لارې پيښور ښارته قاچاق کيږي.
د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او صنايعو د خونې ستر سلاکار ډاکتر مخلص دباختر آژانس خبريال سره په خبروکې پيښورته د اوبلن ګاز قاچاق تاييد کړل او ويې ويل چې يوه زياته اندازه اوبلن ګاز هره ورځ ددغه ولايت له غيرقانوني لارو پيښورته قاچاق کيږي. خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال خانجان الکوزى په دې باور دى چې د اوبلن ګاز بيه لوړ شوې ده. ځکه اوبلن ګاز په کومه بيه چې په ترکمنستان کې وړاندې کيږي؛ په افغانستان کې هم په هماغې بيې د اړتيا لرونکو په واک کې ورکول کيږي.
خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ويندوى مسافر قوقندي وايي چې د جمهوري رياست د دويم پړاو انتخاباتو په خاطر هيواد ته د اوبلن ګاز واردات کم شوي دي او په همدې سبب د خلکو د اړتيا وړ دغو توکو په بيه کې زياتوالى راغلى دى چې له انتخاباتو وروسته به ګاز بيا په پخوانۍ بيې وړاندې شي.
1 1 دقیقه لوستل