ټولنه

دهرات دعدليي رياست خپله پرمختيايي بودجه لګولې ده

کابل باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
دهرات ولايت دعدليې  رياست دروان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې زيات بريالتيوبونه او پرمختګونه لرل  او ددې ترڅنګ دغه رياست له چلنجونو او ستونزو سره هم لاس او ګريوان دى.
دهرات ولايت دعدليې رياست  دروان کال له پيل څخه  تراوسه پورې خپله ټوله عادي بودجه لګولي ده .
دهرات ولايت دعدليې رئيس غلام محمدرحماني دباخترآژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل دغه  رياست دروان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې  بريالى شوى دى چې څه دپاسه دوولس ميليونه عادي او څلور سوه  درې پنځوس زره افغانۍ پرمختيايي بودجه ولګوي .
ددغه رياست   ترلاسه شوي عوايد هم تراوسه پورې څه دپاسه  پنځه ميليونه اوپنځه سوه زره افغانۍ شوي دي او اټکل شوى عوايد يې شپږ ميليونه افغانۍ وې.
ده وويل دغه اداره  دتشکيل دکمښت، دمناسبې ودانۍ دنشتوالي ، ناامنۍ او ديوشميردولتي ځمکو دغصب په ګډون  له يو لړ ستونزو سره هم مخامخه ده
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته