اقتصاد

په قندهار کې د شاتو حاصلات زيات شوي دي

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
په قندهار کې د شاتوحاصلات د تېرکال په پرتله زيات شوي دي.
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې؛ په قندهارکې سږکال د مچانو د روزنې له فارمونو څخه ٢٩ ټنه شات ترلاسه شوي دي؛ په داسې حال کې چې دغه شمېرتېرکال ٢٣ټنه و.
په قندهارکې د شاتو مچيو د روزنې ۵۷ فارمونه فعاليت کوي چې زياتره يې په قندهار ښار او د ډنډ، ژيړي، پنجوايي او د ارغنداب ولسواليو کې موقعيت لري.
د قندهار د کرنې او اوبولګولو رييس سيد حفيظ الله سعيدي باختر آژانس ته وويل چې د فارمونو زياتوالي، د مچانو د روزنې له نويو لارو چارو سره د فارمونو د خاوندانو بلدتيا، د شاتو راټولول او د فارمونو پر خاوندانو د کار وسايلو وېشل په قندهار کې د شاتو د حاصلاتو د زياتوالي اصلي علتونه دي.
هغه وويل چې هلې ځلې کوي د فارمونو د زياتوالي له لارې په قندهار کې د شاتو حاصلات زيات کړي.
د قندهار شات د جنوبي ولايتونو او د پايتخت په بازارونو کې پلورل کېږي.
د قندهار شات د هېواد په بازارونو کې کيلو په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
ختم-ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته