امنیت

دملي دفاع وزير : مهم اوارزښتناک ګام دپوځي ملي ستراتيژي تطبيق دى

کابل باختردوري دمياشتې ١٦ :

دملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ  دسندکام له قوماندان جنرال متس سره دملي دفاع وزارت په مقرکې وکتل.

باختراژانس ته دملي دفاع وزارت دټولنيزو اوپارلماني اړيکو درياست دمعلوماتو له مخې،  په دې کتنه کې دافغانستان امنيتي حالات ، دملي اردو دپرمختيا  دعملي اړخونو اودافغانستان ځواکونو له خوا دامنيتي مسووليتونو منل وڅيړل شول .

دملي دفاع وزير  وويل داوږدمهال لپاره دتروريزم پرخلاف  دمبارزې   دمشري دترلاسه کول  ،. دامنيتي  ځواکونو په تيره بيادملي اردو دپياوړتيا په مقصد دمعياري وسلو لرل  او داردو ځواکمن کول  دپوځي ملي ستراتيژي  دتطبيق په لاره کې مهم او ارزښتناک ګام دى .

دواړو لورو افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليت ليږدول اوپه معياري وسلو دافغان ځواکونو پياوړتيا او په خپلواکه توګه دامنيتي دندو دترسره کولو په مقصد دافغان امنيتي ارګانونو پراخول اغيزمن وبلل.

جنرال متس  دملي دفاع  دوزير دخبرو دارزښتناک بللو په ترڅ کې  دښوونې او روزنې  او دډار اچونې پرخلاف  دمبارزې په لاره کي دمحاربوي دخپلواک رهبري لپاره دملي اردو دسمبالولو اوپرمختيا په ساحه کې دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته