فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت داداري هيئت غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دزمري اوولسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست ډاکتر کمال سادات په مشرۍ ددغه وزارت داداري هيئت غونډه نن جوړه شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې په دې غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ددغه وزارت دبيلابيلو څانګو درييسانو دکړو وړو او فعاليتونو رپوټونه واوريدل او په اړوندو برخو کې دچارو دلاښه والي او ګړندي کولو په خاطر يې لازمې لارښوونې وکړې .
دغه ر از په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  په لازيات پرتم او ښه والي سره دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو د اووه نويمې کاليزې دنمانځنې په خاطر دبيلابيلو فرهنګي او دوديزو پروګرامونو په جوړولو ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته