کابل باختر د سلواغې اتلسمه :
دفراه په ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې په يوه مرکز د پوځيانو دبريد له امله اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې پوځيانو له څواستقامتونو څخه دفراه ښار ته څيرمه دوسله والو طالبانو دډلې په يوه مرکز بريد وکړ .
دهېواد په لويديځ کې يوه جګپوړي امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دې بريد کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول .
ختم- ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ