کابل-باختر دزمري دمياشتې ٢٩
د بدخشان ولايت د درواز ولسواليو ته دتاجکستان وارداتي بريښنا د ماليې د وزير له خوا پرانستل شوه د استفادې وړ وګرځيده.
د بدخشان د ولايتي شورا غړي محمد عارف فاروقي باختر آژانس ته وويل :
چې د تاجکستان وارداتي بريښنا په نسي او شکي ولسواليو کې يو کيلو واټ په دريو افغانو ويشل شوې چې د بريښنا له پلوه په دغو دوو ولسواليو کې دخلکو ستونزې آوارې شوې .
دغه راز دبدخشان د والي ويندوى عبدالروف راسخ وويل : چې دبدخشان سرحدي ولسواليو ته دتاحکستان د وارداتي بريښنا دشبکې د غځولو کار له يو کال را په دې خوا روان دى او نورې ولسوالۍ له بريښنا څخه ګټه اخلي .
په دغو ولسواليو کې د بريښنا انرژي د پرانستلو په مراسمو کې د ماليې وزير ډاکتر عمرزاخيلوال ،د بدخشان والي ، دلوې جرګې غړو او يوشمير سيمه ييزو مسوولينو ګډون کړى وو.
0 1 دقیقه لوستل