نړۍ

داروپا اتحاديه : دغير قانوني مهاجرت ډپ دړې وړې شو .

بروکسل  باختر دليندى څليرويشتمه :
  دهغو مهاجرينو شمير چې په روان کال کې په غير قانوني ډول داروپا  داتحاديي غړو هېوادونو ته تللي دي بې سارى  دى .
المانۍ ورځپاڼې  دي ولت داروپا داتحاديې دکميسيون ارقاموته  په مراجعې سره په دې باب يو رپوټ خپور کړى دى .
دغه ورځپاڼه  ليکي چې دروان ميلادي کال دجنوري له مياشتې څخه دنوامبر تر مياشتې پورې  له پولې څخه دغير قانوني  تيريدو يو اعشاريه اته ويشت مليونه مورده ثبت شوي دي .
دغه ورځپاڼه  داروپا داتحاديې دسرحدي  او ساحلي ساتنې او دبهرنيو پولو داغيزمن مديريت تر عنوان لاندې داروپا داتحاديې دکميسيون رپوټ ته مراجعه کوي او ددغه رپوټ له مخې ليکي دهغومهاجرينو شمير چې په غير قانوني ډول داروپا داتحاديې غړو هېوادونو ته ځي بيخي زيات شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته