سیاست

دسيمې او دافغانستان حالات وڅيړل شول .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دافغانستان او دسيمې دحالاتوڅيړنه دسمبالو هوايي ځواکونو بشپړول او دملي اردو روزنه هغه موضوعګانې  وې چې نن په افغانستان کې دناټو دځواکونو له لوى قوماندان سره دملي اردو دلوى درستيز په کتنه کې طرحه شوې .
دباختراژانس دخبر له مخې، په دې کتنه کې چې دملي دفاع وزارت په قرارګاه کې وشوه ستر جنرال ارکانحرب شير محمد کريمي په خپلو خبرو کې دملي اردو پرمختيا او دهغوى دوړتيا ودې او برياليتوبونوته په اشارې سره وويل ، دملي اردو دقطعاتو منسوبين دهيواد په بيلابيلوسيموکې ديره دي او ددې ځواکمني يې پيداکړې ده چې دهيوادله نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ کې خپلې دندې په مستقل ډول او په لوړمحاربوى مورال سره ترسره کړي
  لوى درستيز  دغه راز وويل ملي اردو دخلکو اعتماد اوباور له ځان سره لري او په نږدې راتلونکي کې هم ټول امنيتي مسووليتونه په غاړه اخلي .
په همدې ترتيب دناټو دځواکونو لوى قوماندان جنرال دانفورد دملي اردوپرمختګ بي ساري وباله او ويې ويل نړيواله ټولنه اوپه تيره بيا ناټو ځان ژمن بولى چې له افغان امنيتي ځواکونوسره دروزنې سمبالولو او دهوايي پوځي په بشپړولو کې مرسته وکړي .
دده دڅرګندونو له مخې، دغه مرستې له  ٢٠١٤ کال وروسته هم دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته