امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول

کابل باختر د لړم دريمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان نن په سرپل ولايت کې له افغان پوځيانو سره په نښته کې  ووژل شول .
په دغو شپږو تنو طالبانو د افغان پوځيانو له خوا دسرپل ښار ته څېرمه بريد وشو .
په سرپل کې دملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
خبرحاى وويل: په دغو طالبانو د سرپل ښار ته څېرمه کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو؛ د پوځيانو له خوا ډزې وشوې او مرګ ژوبله ورته واوښته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته