امنیت

په غزني او پکتيا کې د طالبانو بريدونه شنډ کړى شول

کابل د ورې ٩مه باختر وسله والو طالبانو پرون د غزني د مرکز اړوند نوغي سيمه کې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړ چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د سيمې د خلکو له غبرګون سره مخامخ شول او دوه طالبان پکې ووژل شول. د يو بل خبرله مخې؛ د ملي دفاع وزارت وايي چې د ګرديز او زرمت ولسوالۍ د لويې لارې په تګلوري کې پر وسله والو طالبانو خپل ماين چاودنه کړې چې يو طالب پکې وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى. د يادونې وړ ده د ملي اردو د ٢٠٣ تندر قول اردو د انجينرۍ ټيم د خوست ، پکتيکا، غزني، ميدان وردګو او لوګر ولايتونو په مربوطاتو کې ١٠ماينونه کشف اوشنډ کړل. پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته