فرهنګ

خبريالانو ته د اطلاعاتو نه ورکول له قانون څخه سرغړونه ده

کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه : د اساسي قانون د رعايتولو او په ټولو ولايتونو کې د اطلاعاتو دلاسرسي دقانون تطبيق اساسي او جدي کار دى. مرکزي او سيمه ييز مسوولين د دغه ټکي په اعلامولو سره خبريالانو ته داطلاعاتو نه ورکول يوه قانوني سرغړونه بولي او له خبريالانواو د رسنيو له خاوندانو څخه غوښتنه کوي چې د ښيې څيړنې په خاطر دې خپل شکايتونه وليکي. د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياندې منيرې يوسف زاده نن په هرات ښارکې دخبريالانو په غونډه کې په دغه ولايت کې موجودې رسنۍ د خوښې وړ وبللې او ډاډ يې ورکړ چې په هېواد کې د بيان د ازادۍ د محدودلو په خاطر هيڅ سيستماتيک بهير نشته . د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې وياندې د اطلاع رسولو په لاره کې د هرات ولايت د رسنيو هلې ځلې د قدر وړ وبللې او ټينګار يې وکړ چې خلک د اطلاعاتو خاوندان دي. دې دغه راز د هېواد او د ولايتونو په کچه د مثبتو پيښو د منعکس کولو په لاره کې د رسنيو د لازياتو همکاريو غوښتنه وکړه . دغه راز د هرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس اريا روفيان هم دنوي کال دنمانځلو او دکب د ٢٤ نيټې دشهيدانو د درناوي په مقصد د يولړ پروګرامونو خبر ورکړ او د اطلاع رسولو په لاره کې يې د رسنيو د همکارۍ له امله مننه وکړه. د اطﻻعاتو اوفرهنګ رئيس د خبريالانو او دکاري کميټو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو يادونه وکړه او ويې ويل دغه اداره هم خبريالانو ته د لازياتو اسانتياو دبرابرولو په خاطر هلې ځلې کوي . دغه راز دهرات د والي وياند جيلاني فرهاد هم داطلاع رسولو په لاره کې سيمه ييزو مسوولينو ته د قوي ژمنې ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چې دخبريالانو پوښتنو ته ځواب ورکول دمسوولينو قانوني مکلفيت دى. له کابل وروسته په هرات ولايت کې زيات خبريالان او رسنۍ ثبتې شوي دي چې په دغه ولايت کې دسيمه ييزو ارګانونو او ټلويزيونونو په گډون څه ناڅه پنځوس رسنۍ فعاليت کوي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته