کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٩
د هېواد امنيتي ځواکونو په هغوګډوعملياتوکې چې په جنوب زون کې ترسره شول؛ د يوه ډار اچوونکي سرګروپ په ګډون ١١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٣ تنه نوريې ټپيان شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل :
د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ جزوتامونه په تيرو ٢٤ ساعتونوکې چې ديو لړ محاربوي عملياتو په بهيرکې چې د روزګان ولايت په خاص روزګان، چنارتو، د زابل ولايت د شينکي، د قندهار ولايت د ميوند او ژيړي ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د ډار اچوونکو د يوه سرګروپ په ګډون ١١ تنه ډار اچوونکي ووژل شوي او ١٣ تنه نوريې ټپيان شوي او پنځه ډول ډول ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل