امنیت

يو ملکي وګړى د يوه پوځي وګړى پرځاى ووژل شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
يو ملکي وګړى نن سهار په ارزګان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شو.
د ارزګان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړى هغه وخت ووژل شو چې ناپيژاندو کسانو د ترينکوټ ښار د توري په سيمه کې د دوى د کور دروازې ته نږدې يو ماين ښخ کړى و .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغوکسانو نيت درلود د ده ورور چې د ملي امنيت کارکوونکى دى؛ وژني خو دغه سړى چې دکاندار و؛ ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته