امنیت

شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

کابل باختردتلې د مياشتې  ٨  :
شل تنه  وسله وال ډار اچوونکي پرون دملي اردو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې   ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو  دخلکو دسر او مال دساتنې او دډاراچوونکو دځپلو په مقصد دقندهار ولايت دشاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره  کړل چې له امله يې دطالبانو ديو قوماندان ملا شريف په ګډون  اته تنه جنايتکار طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز په روزګان ولايت کې د ٢٠٥ اتل قول اردو د څلورمې لوامنسوبينو  داتل _  ١٦ په نامه له نورو امنيتي ځواکونوسره د ګډو محاربوي عملياتو په بهيرکې  چې دروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د سري او د دره درفشان په کليو کې ترسره کړل دطالبانو  ديوه کليدي قوماندان مولوي غلام په ګډون  لس تنه ياغي طالبان ووژل او درې تنه نور يې  ټيپان کړل او يوه پيکايې ترلاسه کړه.
ددايکنډي ولايت دکجران  ولسوالۍ په مرًبوطاتو کې هم دوه تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول  او درې تنه نور يې ټپيان  شول  ا ويو توغندى ويشتوونکى ترلاسه شو.
دقندهار ، زابل او روزګان دولايتونو په مربوطاتو کې  د ٢٠٥ اتل قول اردو  داتلو منسوبينو دعملياتوپه بهيرکې   دافغانستان دخلکو  ددښمنانو له خوا   څو ښخ کړاى شوي ماينونه  هم کشف اوپه سيمه   کې شنډکړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته