ښوونه او روزنه

ديو لومړني ښوونځى ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

کابل – باختر دلړم يو ويشتمه:
دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ دګدر دکلى دلومړني ښوونځى ودانۍ پرون دکابل د والي عبدالجبار تقوا او د دغه ولايت دپوهنې د رييس له خوا په داسې حال کې چې د دولتي ادارو يوشمېر مسوولين او قومي مخور حاضرو؛ پرانيستل شوه.
دباختر آژانس دخبر له مخې، دغه ودانۍ دخلکو له خوا ديو جريب مرسته شوې ځمکې په ساحه کې په دوو پوړونوکې دمهاجرينو په چاروکې دملګرو ملتو دسازمان دکميشنرۍ دځانګرې استازې انجلينا جولي په مرسته په ١٤ مياشتو کې جوړشوې ده. دغه ودانۍ اته درسي او څلور اداري خونې، د  اوبو زيرمه او نور ضروري ملحقات لري .
د يادونې وړ ده چې ددغه ښوونځى ٣٤٠ تنو زده کوونکو پخوا په پرانستې فضا کې زده کړه کوله چې ددغې ودانۍ په جوړولو سره هغوى ته دښې زده کړې زمينه برابره شوې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته