ټولنه

په ځينو مرکزونوکې د راى ورکوونکو د نومونو د نشتوالي ستونزې د لرې کولو لپاره د انتخاباتو کمېسيون نوې لاره

کابل /دتلې ٦مه /باختر
په هېوادکې د راى ورکولو د يوشمېر راى کوونکو په لست کې د راى ورکوونکو د نومونو پر نشتوالي د انتقادونو له زياتوالي وروسته د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دې ستونزې د لرې کولو لپاره نوې لاره غوره کړې ده.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مقاماتو د دغې نيمګړتيا له رامنځته کېدو وروسته د راى ورکولو په ټولو مرکزونوکې خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې ده چې کولاى شي د هر راى ورکوونکي د مشخصاتو د موندلو لپاره د بايومتريک له دستګاه څخه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل او نورو ولايتونوکې زرګونو خلکو د راى ورکولو د مرکزونو په لست کې د دوى د نومونو د نشتوالي په دليل د راى ورکولو د مرکزونو په وړاندې بې برخه ليک او سرګردان شوي دي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس باختر آژانس ته وويل: دهغو کسانو نومونه چې د راى ورکولو په مرکزونوکې د نوم ليکنې له لست څخه بې درکه شوي دي؛ انديښنه ونه لري. موږ خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړې ده چې د دغوکسانو د تذکرو د سټيکر د سريال شمېره د بايومتريک په دستګاه کې شامله کړي.
په دې دستګاه کې هم د هر راى ورکوونکى مشخصات شته.
هغه له هغو کسانو څخه چې نومونه يې د راى ورکولو د مرکزونو له لست څخه ورک شوي دي؛ وغوښتل چې له مرکزونو څخه ونه وځي او کولاى شي د بايومتريک دستګاه په استناد رايه ورکړي .
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته