پيکينګ- نړيوالې خبرى منابع – باختر دمرغومي دمياشتې ٩
دچين دشين جيانګ په نا آرامه سيمه کې نن سهار دپوليسو په يو مرکز دبريد له امله څه ناڅه اته تنه يرغلګر په ډزو سره ووژل شول .
په دغې پيښې سره د نوامبر له مياشتې څخه په دغه ولايت کې دنښتو له امله دوژل شويوکسانو شمير ٣٥ تنو ته ورسيد.
مقاماتو دپوليسو دسر داحتمالي زيان په باب څه نه دي ويلي .
سيمه ييزې ادارې په يوه وينا کې يرغلګر هغه لنډه غر بللي دي چې دکاشغر ښار ته څيرمه يې په چړو سره د پوليسو په مرکز بريد وکړ او چاوديدونکي توکې يي دپوليسو دمرکز په لور وغورځول او دپوليسو وسايط يې وسوځول ،
پخوا پوليسو ١٤ تنه ياغيان دکاشغر ښارته څيرمه په ډزو سره وژلې وو.
شين جيانګ پخواهم دنا آراميو دګړو چې دچين حکومت دهغه مسببين دترکستان داسلامي غورځنګ ياغيان بللي دي .
خو زياتره کار پوهان ديوې منسجمې دلې په توګه ددغې ډلې په نسبت ترديد لري.
1 1 دقیقه لوستل