کابلباختر د ثور د مياشتې٣ مه
د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسيون مشرتابه پلاوی په داسې حال کې چې د ډيپارټمنټونو يو شمېر رييسان هم ور سره وو، نن د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنو کې د برخې اخيستې په موخه خپل نومونه ثبت کړل.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي.
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله د کابل ښار د لسمې ناحيې د اريا ښارګوټي د درېيم فاز د نومليکنې په مرکز کې پرځاى شوي وو، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې خپلواک کميسیون رييس ښاغلي قانونپوه ډاکټر محمد قاسم هاشمزي په داسې حال کې چې د دغه کميسيون مرستيال ښاغلي قضاوتيار محمد عارف حافظ، د ډيپارټمنټونو رييسان او کارکوونکي هم ورسره وو، خپل نوم ثبت کړ.
په دغو مراسمو کې ښاغلي هاشمزي په ټاکنو کې ګډون د هر په شرایطو برابر افغان حق وباله او له ټولو هېوادوالو څخه يې وغوښتل څو د خپل برخليک ټاکلو او د هېواد په سياسي بهير کې د ګډون لهپاره خپل نومونه ثبت او په دغه ملي بهير کې ونډه واخلي.
نوموړي د کابل په دشت برچي سيمه کې د نفوسو احوالو د ثبت پر دفتر پرونی ترهګريز بريد په کلکو ټکيو وغانډه او هغه يې پر ولسواکۍ او بشريت بريد وباله.
قانونپوه محمد قاسم هاشمزي له امنيتي ادارو څخه هم وغوښتل چې د نومثبتونې او د نفوسو احوالو د ثبت مرکزونو امنيټ ډاډمن کړي څو خلک وکولی شي په ډاډه زړه د تابعيت تذکرې واخلي او په ټاکنو کې د ګډون لهپاره خپل نومونه ثبت کړي.
ورپسې ښاغلي قضاوتيار محمد عارف حافظ په اوسنيو شرایطو کې د ټاکنو بهير په ارزښت رڼا واچوله او له اوسني کړکيچ څخه يې د هېواد راوتلو يوازينۍ لار ټاکڼې وبللې چې خلک کولی شي په هغو کې په پراخ ګډون سره خپله راتلوونکې وټاکي.
هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې له کوم ويرې پرته په پراخه کچه راووځي او د ټاکنو بهير کې په برخې اخيستنې سره له ورانکارۍ او د ديکتاتورۍ مبارزه ورکړي. پاى- ع
1 1 دقیقه لوستل